World News in Pashto

پروان کې چاودنې ۵ امنیتي ځواکونه ووژل

د کابل په شمال پروان ولایت کې یو امنیتي چارواکی وایي، ۵ امنیتي ځواکونه د سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.


د پروان د امنیه قوماندانۍ د جنایي پېښو په وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وایي، وژل شویو کې د پروان د لویې لارې د ساتنې قوماندان هم شامل دی.


هاشمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه چاودنه بېګا نیمه شپه د چارېکار ښار عبدي بای سیمه کې شوې.


تر اوسه د چاودنې مسؤلیت کومې ډلې نه‌دی منلی.


پرون پلازمېنه کابل کې یوه موټر بم برید ۹ تنه ووژل او د ولسي جرګې د یوه غړي خان محمد وردګ په ګډون‌یې ۲۰ تنه ټپیان کړل. 

Читайте на сайте