World News in Pashto

د افغانستان روباتیک ډله د اسیا د پوهانو، نوښتګرو او پانګه‌والو ډله کې راغله

فاربس (Forbes) مجلې د افغانستان روبات جوړوونکې نجونې د اسیا په کچه د ۳۰ هغو پوهانو، نوښتګرو او پانګه‌والو په ډله کې راوستلي چې تر ۳۰ کلونو کم عمرونه لري.


د دغې مجلې په وینا پنځو افغان پېغلو د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ته د مصنوعي اکسیجن (وینتېلاتور) سپکه وسیله تولید کړې ده. 


تمه دا ده چې له دې وسیلې نه د ناروغانو په درملنه کې ګټه واخیستل شي. 


فاربس په خپلې دې ګڼه کې سمیه فاروقي، ایدا حیدرپور، الهام منصور، فلورانس پویا او دیانا وهاب‌زاده د روباتیک ډلې غړې یادې کړې دي.

Читайте на сайте