World News in Pashto

د کاناډا صدراعظم د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې

د کاناډا صدراعظم جستن ترودو د درېیم ځل لپاره ټاکنې وګټلې.


د ترودو په مشرۍ لېبرال ګوند د پارلمان ډېرې څوکۍ وګټلې، خو د اکثرو څوکیو له ګټلو پاتې راغی. 


د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښیې چې لېبرالانو د سپټمبر په ۲۰مه ټاکنو کې ۱۵۶ پارلماني څوکۍ ګټلي.


له وخت مخکې ټاکنو په ترسراوي سره ترودو هیله درلوده چې د هغه ګوند به د پارلمان ۱۷۰ څوکۍ د اکثریت لپاره وګټي.


۴۹ کلن ترودو به اوس د داسې حکومت مشري کوي چې په پارلمان کې له ډېرو څوکیو سره سره د قوانینو تصویب لپاره د نورو ګوندونو ملاتړ باندې تکیه کوي.

Читайте на сайте