World News in Pashto

کرکټ بورډ: ملي لوبډله له پوره چمتوالي سره په نړیوال جام کې ګډون کوي

افغان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبډله له پوره چمتوالي او لوړ مرام سره په نړیوال جام کې ګډون کوي.


د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د وېسټ انډیز پر وړاندې د تېرې شپې بریا د افغان لوبغاړو مورال لوړ کړی او هیله شته چې د نړیوال جام په رسمي لوبو کې به ښې لاس ته راوړنې ولري.


د کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه په خپله دویمه تمریني لوبه کې د ويسټ اندیز لوبډلې ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه.


د لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.


افغان لوبډلې د محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي د پنځوسیزو پر مت ويسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۹۰ منډو هدف کېښود، خو د وېسټ انډیز لوبډلې یاد هدف پوره نه کړ او په شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۳۳ منډې وکړې.


کېپتان محمد نبي په څلورو اورونو کې د دوو منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول او لوبه افغانستان په ۵۶ منډو وګټله.


افغانستان تر دې دمخه خپله لومړنۍ تمریناتي لوبه جنوبي افریقا ته بایللې وه.


د ویسټ انډیز پر وړاندې له بریا وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې ملي لوبډله به له پوره چمتوالي او لوړ مرام سره په نړیوال جام کې ګډون وکړي.


د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په خپل ګروپ کې د هند، پاکستان او نیوزیلنډ له مخکښو لوبډلو سره مخامخ شي.

Читайте на сайте