World News in Pashto

د ایران 'ماهان'هوايي شرکت یوه سایبري حمله شنډه کړې

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ماهان په نوم د ایران  خصوصي هوايي شرکت نن خبر ورکړی چې یوه سایبري یا انټرنیټي حمله یې شنډه کړې ده.


راپورونه وايي، په ایران کې د ماهان هوايي شرکت مشتریانو له هغې ډلې چې ځانونه "هوشیاران وطن" بولي، یو لیکلی پیغام ترلاسه کړی و.  


په دغه پیغام کې پر هوايي شرکت د سایبري حملې ادعا شوې او ویل شوي، دا حمله ځکه شوې چې دغه هوايي شرکت د ایران له سپاه پاسداران انقلاب سره اړیکې لري.  


ماهان هوايي شرکت وايي، کومه الوتنه یې اغېزمنه شوې نه ده، خو وېب سایټ یې بند شوی دی. 


د امریکا د متحدو ایالاتونو د خزانې وزارت په ۲۰۱۱میلادي کال کې پر ماهان هوايي شرکت د سپاه پاسداران قدس ځواک ته د مالي، مادي او تخنیکي ملاتړ برابرولو په تور بندیز لګولی و. 


د خزانې وزارت دا تور هم لګولی و چې ماهان هوايي شرکت د لبنان حزب الله ډلې ته وسلې، مواد او پرسونل انتقال کړي دي.  

Читайте на сайте