World News in Pashto

کرونا ویروس له پرون راهیسې روسیه کې ۱۲۵۲ کسان وژلي

په روسیه کې له پرون راهیسې په کرونا ویروس د ۱۲۵۲ کسانو مړینه ثبت شوې چې تقریباً د ریکارډ تر سحطې لوړ شمېر ګڼل کېږي. 


دا څلورمه پرله پسې ورځ ده چې په روسیه کې په کرونا ویروس د ډېرو کسانو مړینه ثبتېږي.  


پر روسیه پراخ انتقادونه کېږي چې د کرونا وبا د عواقبو د کم اهمیته ښوولو لپاره د کرونا ویروس په شمېرو کې احتمالاً لاسوهنه کوي.


د روسیې په ارقامو کې د اوکراین کریمیا سیمه هم شامله ده چې مسکو له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې ورباندې ولکه ټینګه کړې ده. 


په روسیه کې نن یکشنبه د کرونا ویروس ۳۶زره ۹۷۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

Читайте на сайте