World News in Pashto

طالبان: ۳ میاشتو کې ۶۷۰ داعشیان له بېلابېلو سیمو نیول شوي

د طالبانو د حکومت ویاند وایي، وروستیو درېیو میاشتو کې يې ۶۷۰ تنه داعشیان د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه نیولي دي. 


د ترکیې انادولو خبري اژانس له دوی سره د ذبیح الله مجاهد د یوې مرکې پر بنسټ لیکي چې دې موده کې د داعش پنځه ویشت پټن ځایونه په کابل او جلال اباد کې له منځه تللي دي. 


ښاغلي مجاهد خپله مرکه کې یو ځل بیا ویلي چې داعش د افغانستان لپاره کوم جدي ګواښ نه دی. 


له کله نه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، داعش وسله والې ډلې د څو خونړیو بریدونو پړه منلې. 


دې بریدونو کې تر ټولو لوی او خونړي هغه د کابل د هوایي ډګر او په  کندهار او کندز کې د شیعه مذهبه مسلمانانو په جوماتونو کې حملې وې. 

Читайте на сайте