World News in Pashto

د اروپا ۱۵ هېوادونه۴۰ زره افغانانو ته د میشتېدو زمینه برابروي

د اروپایي ټولنې د ۱۵ هېوادونو یوې ډلې هوکړه کړې چې ۴۰ زره افغانانو ته به د میشتېدو زمینه برابروي. 


دا خبره یوې اروپایي کمېشنرې ایلوا یوهانسن Elva Johansson پرون د دغې ټولنې د کورنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته وکړه. 


د یوه سند له مخې چې فرانس پرېس اژانس کتلی، جرمني ۲۵ زره کسانو، هالنډ ۳۱۵۹، اسپانیا او فرانسه ۲۵۰۰ او نور هېوادونه کم شمېر افغانان قبلوي. 


د مېرمن یوهانسن په خبره، دا د پیوستون یو نېکمرغه ګام دی. 


له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنر فلیپو ګراندې له اروپایي ټولنې غوښتي و چې پنځو کلونو کې دوه څلویښت زره او پنځه سوه ۴۲۵۰۰ افغانان ومني، خو د دې ټولنې ځینو هېوادونو ورسره مخالفت کړی دی. 

Читайте на сайте