World News in Pashto

اذربایجان او ارمنستان یو بل د اوربند په سرغړونو تورنوي

اذربایجان او ارمنستان یو بل تورنوي چې د لانجمنې ګډې پولې په اوږدو کې یې له اوربنده سرغړونه کړې ده. 


د اذربایجان د دفاع وزارت پرون د دسمبر په ۹مه نېټه یوه بیان کې وویل چې ارمني ځواکونو  په کلبه جر ( kal-ba-JAR ) ولسوالۍ کې د دوی پر ځواکونو ډزې کړي دي. 


دا ادعا څو ساعته وروسته تر دې وشوه چې اذربایجان وویل، یو سرتیری یې د ارمنستاني ځواکونو له خوا ګډې پولې ته نژدې وژل شوی دی. 


په همدې حال کې د ارمنستان د دفاع وزارت ویلي، اذربایجاني ځواکونو د دوی د پوځ پر مېشت ځایونو ډېرې ډزې کړي دي.  


خپلواکو سرچینو لا د دغو متبادلو ډزو راپورونه نه دي تایید کړي. 


اذربایجان او ارمنستان په خپلو کې د نګورنو قره باغ سیمې پر سر لانجه لري او تېرکال یې خونړۍ جګړه پرې وکړه چې وروسته په یوه اوربند پای ته ورسېده. 

Читайте на сайте