World News in Pashto

تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ نړیوال جام لوبې سبا په ویسټ اېنډیز کې پیلېږي

تر ۱۹ کلونو د کم عمر کرکټ نړیوال جام لوبې سبا په ویسټ اېنډیز کې پیلېږي.  


د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسؤل فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د لوبو په مهال وېش کې بدلون راغلی دی.


هوتک وایي:" د افغانستان ۳ لوبې دي، ټاکل شوې وه چې د افغانستان لومړۍ لوبه په ۱۶ ترسره شي خو اوس په ۱۸مه نېټه ده، لومړۍ لوبه له پاپو نیوګیني سره په ۱۸ د جنوري، دوهمه د جنوري په ۲۰مه له پاکستان سره او درېیمه د جنوري په ۲۲ له زمبابوې سره."


تمه ده چې افغان لوبډله نن ویسټ اېنډیز ته ورسېږي.


دې لوبغاړو د ویزو د اخیستو ستونزه لرله چې له همدې امله یې ویسټ اېنډیز ته سفر وځنډېدو.  

Читайте на сайте