World News in Pashto

د اتریش پارلمان د کرونا ضد واکسین د جبري کیدو لایحه تصویب کړه

د اتریش پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې له راتلونکې میاشتې څخه د لویانو لپاره د کرونا ویروس ضد واکسین جبري کېږي. 


له دې سره به اتریش لومړنی اروپايي هېواد وي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف له اعتراضونو سره-سره واکسین جبري کوي. 


د اتریش د وګړو په سلو کې ۷۲ تراوسه پورې په بشپړ ډول د کرونا پر وړاندې واکسین شوي. د اروپايي ټولنې په نورو غړو هېوادونو کې هم د واکسین شوېو وګړو اوسط په سلو کې شااوخوا اویا دی. 


په اتریش کې د کرونا د مخنیوي لپاره د واکسین د تطبیق په هدف د حکومت د تدابیرو پر وړاندې چې په نوومبر میاشت کې اعلان شول لسګونه زره کسانو د اوونۍ په پای کې اعتراضونه کول.


د واکسین د جبري کولو لپاره په پارلمان کې د پرونۍ رایې اخیستنې پر مهال د ښي اړخو له افراطي ګوند پرته نورو سیاسي ګوندونو د دې طرحې ملاتړ وکړ او دا لایحه په ۱۳۷ موافقو او ۳۳ مخالفو رایو سره تصویب شوه. 

Читайте на сайте