World News in Pashto

طالبان: ۲۴ ساعتونو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱۵۷ نوي مثبتو موارد ثبت شوي

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت پرون، د ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د ۱۵۷ نوېو مثبتو مواردو د ثبت خبر ورکوي. 


د روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له ۱۲۷۵ نمونو څخه چې له هېوادوالو مو اخیستي وې، ۱۵۷ مثبتې پېښې ثبت شوي، ۳۳ کسان بېرته روغ شوي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مړینه نه لرو." 


د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرنو له مخې تردې دمه په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې نژدې یو لک او شپېته زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې څخه ۷۳۸۶ کسان مړه شوي، خو د روغتيايي چارو د کارپوهان په باور په هېواد کې په کووېډ-۱۹ د اخته کسانو اصلي شمېر تر دې څو ځلي زیات دی. 


دې وزارت مخکې له دې ویلي و چې د اومېکرون په نوم د کرونا ویروس د نوې بڼې د تشخیص لپاره لازم وسایل نه لري. 

Читайте на сайте