World News in Pashto

طالبان: اروپايي ټولنې رسماً کابل کې خپل سفارت پرانیست 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت د پرانیستو خبر ورکوي. 


د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ټویټر لیکلي چې د اروپايي ټولنې له استازو سره له پرله پسې لیدنو کتنو او تفاهم وروسته دې ټولنې په کابل کې د دایمي حضور لپاره خپل سفارت رسماً پرانیست او عملي کار یې په کې پیل کړ. 


باختر دولتي خبري اژانس هم په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت د پرانېستو خبر تایید کړی دی. 


که څه هم د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې پر رسمي ټویټر په دې اړه څه نه دي ویل شوي او نړیوالو خبري اژانسونو هم تراوسه دا خبر نه دی ورکړی، خو د اروپايي ټولنې استازو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لړم میاشت کې ویلي و چې په کابل کې د دې ټولنې د ګډې استازولۍ د پرانېستو په اړه غور کوي. 

Читайте на сайте