World News in Pashto

د امریکا او روسیې ولسمشرانو له یو بل سره په لیدو هوکړه کړي

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایدڼ په محتاطانه ډول د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په را روانو ورځو کې پر کتنه موافقه وکړه.  


ولسمشر بایډن هڅه کوي چې د روسیې ولسمشر پر اوکراین له احتمالي یرغله را وګرځوي.  


د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي پرون په یوه اعلامیه کې وویل،که پر اوکراین یرغل نه و شوی، بایډن به د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو تر خبرو وروسته سره وګوري. 


په پام کې ده انتوني بلېنکن او سرګي لاوروف را روانه پنجشنبې سره خبرې وکړي.  


د دواړو ولسمشرانو د کتنې نظریه د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وړاندې کړي چې له دواړو جو بایډن او ولادمیر پوتین سره یې پرون ټلیفوني خبرې وکړې.  


د امریکا او روسیې د ولسمشرانو د کتنې د دقیقې نېټې او ځای په باب کوم اعلان نه دی شوی.

 

Читайте на сайте