World News in Pashto

طالبان: ترکیې او قطر سره د هوايي ډګرونو مدیریت په اړه یوه حل ته د رسېدو هڅه کې یو

د طالبانو حکومت وايي، له ترکیې او قطر سره د افغانستان د نړیوالو هوایي ډګرونو د مدیریت په اړه یوه حل ته د رسېدو په هڅه کې دي.


دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره د دوی د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي له کتنې وروسته کوي.


د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، امیر خان متقي د انتالیا فورم له غونډې وروسته، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره کتلي او د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت په اړه غږېدلی


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل رسنیو ته استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د کابل هوايي ډګر او د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع خبرې وکړې.


هغه زیاته کړه: "دوی د هوايي ډګرونو د قرارداد پر هغو مادو خبرې وکړې چې لا ډېر بحث ته اړتیا لري. ژمنه وشوه چې دواړه هېوادونه به د قطر  په ګډون د تخنیکي بحث له لارې ژر تر ژره پر پاتې موضوعاتو یوه حل ته د رسېدو کوښښ کوي."




د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د ژورو اړیکو په لا پراختیا هم خبرې وشوې او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې افغانستان سره به د بشري، تعلیمي او پراختیايي پروژو په برخو کې مرستې کوي.


ترکیې د ټول افغانستان د نیولو او واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې د کابل حامد کرزي هوايي ډګر د مدیریت او هلته د خپلو عسکرو د ځای پر ځای کولو وړاندیز وکړ او ویې‌ویل، که‌یې نړیواله ټولنه مالي او لوجیستیکي مرسته وکړي، دا مسؤلیت مني، خو هغه مهال طالبانو له دې وړاندیز سره مخالفت وښود.


خو د طالبانو په واکمنېدو سره، د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه د قطر لېوالتیا د دې لامل شوه چې د افغانستان د څو هوايي ډګرونو د مدیریت موضوع مطرح شي.


د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې په اوومه د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ولیکل قطر، ترکیې او د طالبانو حکومت په پلازمېنه دوحه کې خپله درې اړخیزه غونډه کې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت او ترې د ګټنې په اړه په "څو کلیدي موضوعاتو" هوکړه کړې، مګر تر اوسه دا روښانه نه‌شوه چې دا کلیدي موضوعات کوم موارد رانغاړي. طالبانو هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل.




د همدې کال د سلواغې میاشتې په لومړیو کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند ادارې ویاند امام‌الدین احمدي ازادي راډیو ته ویلي و د پنځو هوايي ډګرونو د امنیتي څرنګوالي، ځمکنیو خدماتو او هوايي حریم باندې بحثونه شوي.


ښاغلي احمدي زیاته کړې وه، ترکیه او قطر به په دغو هوايي ډګرونو کې د ماشینونو او سکنرونو په برخه کې له افغانانو سره مرسته وکړي، خو هېڅ یو بهرنی وسله‌وال به په میدان کې نه‌وي.

Читайте на сайте