World News in Pashto

طالبانو پاکستان د پرمختللي رادار سیستم د قاچاق مخه نيولې

د طالبانو استخبارات وايي، چې امنیتي ځواکونو یې پاکستان ته د پرمختللي رادار سیستم د قاچاق مخه نیولې ده.


په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت د استخباراتو ريیس پرون خبریالانو ته وویل، دا رادار د نړیوالو ځواکونو له لوري د غره پر یوه څوکه د افغان ځواکونو په یوه پوځي اډه کې نصب شوی و.


ده همداراز ویلي، چې امنیتي ځواکونو یې له تېرو څو ورځو راهیسې په کونړ کې د پلټنې عملیات کړي او په لړ کې یې راز راز وسلې نیولي دي.

Читайте на сайте