World News in Pashto

د ملګرو ملتونو سرمنشي له پوتین او زيلينسکي سره د کتنې غوښتنه کړې

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرش د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره د دواړو هیوادونو په پلازمېنو کې د کتنو غوښتنه وکړه.


د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د سرمنشي ویندوی سټېفن دوجاریک پرون چهارشنبې وکړه، ویې ویل، ښاغلي ګوتیرش ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زیلینسکي ته په جلاجلا لیکونو کې له هغوی سره د لیدو غوښتنې کړي دي.


د راپورونو له مخې، د ملګروملتو سرمنشي هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسېږي.

Читайте на сайте