World News in Pashto

کندوز کې چاودنه؛ څلور کسان وژل شوي او ۱۹ ژوبل دي

د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدي ازادي راډيو ته وويل، د کندز ښار د دورې سر ښارګوټې د ۲۱۷ عمرې قول اردو د مستریانو کاسټر موټر باندې چاودنه شوې چې پکې د تخنيکي ورکشاپ ۴ تنه کارکوونکي وژل شوې او ۱۹ ژوبل دي.


نوموړی وايي، په ټپیانو کې ۳ تنه لارویان ماشومان هم شامل دي.


د ښاغلي عابدې په خبره، چې چاودنه په یو بايسکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.


تر اوسه پورې د يادې پېښې مسؤليت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخيستی.

Читайте на сайте