World News in Pashto

بې پولې خبريالانو سازمان: طالبانو تېره يوه مياشت کې ۱۲ خبريالان بنديان کړي

بې پولې خبریالانو يوې اعلاميې کې ویلي چې د طالبانو حکومت تېر یوه میاشت کې ۱۲ افغان خبریالان بندیان کړي.


په اعلامیه کې د طالبانو له حکومت غوښتل شوي چې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې مسوولیت ادا او بندي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.


د طالبانو حکومت که څه هم د بې پولې خبریالانو په تازه راپور لا څه غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې یې ویلي وو چې د خبریالانو او رسنیو فعالیتونو ته د دوی په خبره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې اجازه ورکوي.

Читайте на сайте