World News in Pashto

جنوبي کوريا د اسيا ملتونو فوټبال جام سياليو کوربه‌توب ته نوماند دی

جنوبي کوریا اعلان وکړ چې هېواد یې د اسیا ملتونو فوټبال جام له راتلونکو سیالیو ته د کوربه‌توب لپاره کاندید دی.


د جنوبي کوریا د فوټبال فدراسیون وايي، هېواد چمتو دی، څو په ۲۰۲۳ میلادی کال کې د اسیا ملتونو فوټبال جام د سیالیو کوربه‌توب وکړي.


وړاندې له دې قطر، سعودي عربستان، جاپان او ویتنام هم اعلان کړی و چې دوی په ۲۰۲۳ کال کې د اسیا ملتونو جام سیالیو کوربه‌توب ته کاندیدان دي.


د کوربه هېوادو د نه ټاکل کېدو ترڅنګ، د اسیا فوټبال کنفدراسیون تر اوسه د دې سیالیو لپاره کره نېټه نه ده ټاکلې.

Читайте на сайте