World News in Pashto

ملګري ملتونه: په میانمار کې د سیاسي څېرو اعدامول به جنګي جنایت وبلل شي

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي، د میانمار د حاکمانو له خوا د سیاسي څېرو اعدامول به جنګي جنایت یا د بشر ضد جنایت وبلل شي.


فرانسپریس خبري اژانس ویلي، چې د میانمار حکومت د جون په درېیمه وویل چې د پخوانۍ واکمنې انګ سان سوچي د ګوند یو قانون جوړونکی او د ډیموکراسۍ یو فعال به اعدام کړي.


دغه دواړه سیاسي څېرې په ترهګرۍ تورنې دي او که چیرته پرې د اعدام حکم عملي شي، له ۱۹۹۰ کال وروسته به دغه هېواد کې لومړني قضایي اعدامونه وي.


د میانمار د حکومت ویاند زاو مین تون فرانسپریس ته ویلي، چې د پخواني یوه وکیل په ګډون به څلور تنه په دار وځړول شي.


د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو د خپلواکو څېړنو د میکانیزم مشر نیکولاس کومجیان ویلي، دوی دغه پېښې ه نږدې څاري.

Читайте на сайте