World News in Pashto

له هند څخه افغانستان ته تر اوسه د مرسته شویو غنمو دېرش زره ټنه رسېدلي

له افغانستان سره د هند له پنځوس زره ټنه مرسته شویو غنمو څخه تر اوسه څه باندې دېرش زره ټنه یې افغانستان ته لېږدول شوي.


د هند د خوړو او درملو وزارت اعلان کړی چې، له هند څخه بهر د غنمو پر صادراتو له بندیز سره سره، نوی ډهلي به افغانستان ته د مرسته شویو غنمو د لېږد لړۍ روانه وساتي.


هند په ۲۰۲۱ میلادی کال کې اعلان وکړ، چې له افغانستان سره د پنځوس زره ټنه غنمو مرسته کوي، خو د پاکستان له لارې د غنمو د لېږد پر سر د اسلام اباد او نوي ډهلي ترمنځ د نظر اختلاف له امله، افغانستان ته د یادو مرسته شویو غنمو د لېږد لړۍ له څو میاشتني ځنډ وروسته د روان میلادي کال په لومړیو کې پیل شوه.


اوس د هند د خوړو او درملو وزارت اعلان کړی، چې له ژمنه شویو پنځوس زره ټنه غنمو څخه تر اوسه ۳۳ زره ټنه یې افغانستان ته لېږدول شوي.

Читайте на сайте