World News in Pashto

په اوکراین کې د روسیې د وروستي برید له کبله د قربانیانو شمېر زیات شوی

د اوکراین په مرکزي ښار کریمین چوک کې د روسیې د راکټي برید له کبله د قربانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی.


اوکرایني چارواکي وايي، چې د مرکزي ښار کریمین چوک پر یوه سوداګریز مرکز د روسیې د توغندويي برید د قربانیانو شمېر لږترلږه اتلسو ته لوړ شوی دی.


په دې پېښه کې له شپېتو تنو زیات نور هم ټپیان شوي دي.


د دې سیمې والي دیمیترو لونین نن پر خپله ټلګرام پاڼه د قربانیانو په شمېر کې د زیاتوالي خبر ورکړ.


هغه همداراز لیکلي، چې ۳۶ نور کسان لاهم تري تم دي.


لونین ویلي، د روسیې توغندويي برید سوداګریز مرکز ګردسره ویجاړ کړی دی.


د اوکرایني چارواکو په وینا هغه مهال چې پر دې سوداګریز مرکز برید کېده له زرو زیات کسان هلته وو.


د اوکراین دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې دا توغندی د روسیې د ټي یو ۲۲ ډوله بم غورځوونکو په وسیله توغول شوی دی.


د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي بېګا په یوه ویډیويي پیغام کې روسیه د نړۍ تر ټولو ستره تروریستي ډله وبلله.


زیلینسکي د نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې له روسیې څخه صادرات تحریم کړي.




هغه وویل نړیوال باید پوه شي چې له روسیې د تېلو پېرل، د روسي له بانکونو سره راکړه ورکړه او د روسیې حکومت ته د مالیو ورکول یوه تروریستي سازمان ته د پیسو د ورکولو معنا لري.


روسیې د اوکراین پر دوهم لوی ښار خارکییف هم د توغندیو او توپونو حملې کړې دي.


د خارکییف والي وايي، په دې ترڅ کې د استوګنې د اپارتمانونو یو بلاک او یو ښوونځی په نښه شوي دي.


د والي په وینا په دې حملو کې ۵ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون ۲۲ نور ټپیان شوي دي.


د روسیې پوځ همداراز د دونباس سیمې پر لیسيچانسک ښار هم توغندویي حملې کړي او د دې سیمې د پوځي ادارې مشر سیرهي هایدای ویلي، چې دا ښار لاهم د اوکرایني ځواکونو په ولکه کې دی خو هایدای زیاتوي چې امکان لري دا ښار سقوط وکړي ځکه روسانو هلته خورا لوی ځواک ځای پرځای کړی.


د برتانیا د دفاع وزارت نن په خپل ورځني استخباراتي راپور کې وویل، اوکرایني ځواکونو وروسته له دې چې د سیویرو دونېڅک مرکز یې روسانو ته پرېښود د لیسیچانسک په لوړو کې خپل سنګرونه ټینګ کړي دي.

Читайте на сайте