World News in Pashto

د اومو تېلو بيې ټيټي شوې

پرون (پنجشنبه) د تېلو د هر بېرل بیه ۹۴ سینټه ولوېده او ارزښت یې تر سلو ډالرو راټیټ شو.


د اقتصادي چارو کتونکي وايي، د تېلو بیه په دې خاطر مخ په ټیټېدو ده چې په نړۍ کې د اقتصادي بحران وېره ده چې په نتیجه کې یې د تېلو تقاضا کمېږي.


په نړيواله کچه د اومو تېلو بيه داسې وخت ټيټيږي چې افغانستان کې نفتي موادو بيې په کمساري ډول لوړې شوي دي.

Читайте на сайте