World News in Pashto

سويډن له خپل هېواد يو شمېر افغان پناه غوښتونکي باسي

سویډن هغه افغانان له خپلې خاورې باسي چې له موجه دلایلو پرته دغه هېواد ته بیول شوي دي.


د سویډن راډیو د راپور له مخې، دغه هېواد د تېر کال په اګست کې د طالبانو له لوري د کابل د نیولو په مهال شاوخوا ۲ زره افغانان و ایستل.


د دغو کسانو په منځ کې ۱۰۰هغه کسان دي چې د سویډن په لېست کې شامل نه وو چې باید له افغانستان څخه ایستل شوي وای.


د دغو ۲ زره کسانو په منځ کې شاوخوا ۴۰۰ سویډني اتباع یا د دایمي اقامت لرونکي وو، پاتې نور هغه کسان وو چې سویډن باید پناه ورکړې وای.


د سویډن د مهاجرت د ادارې د قانوني چارو ريیس کارل بیکسي لیوس وايي، تېر کال د افغانانو د ایستلو په مهال وضعیت ګډ وډ و او فرصت نه و چې را ایستل کېدونکي کسان سم وپېژندل شي.

Читайте на сайте