World News in Pashto

د امریکايي ټلسکوپ تازه معلومات: د کایناتو عمر له ‍۱۳ نیم میلیارده کلونو زیات دی

یو امریکايي ټلسکوپ موندلې، چې د کایناتو عمر له ‍۱۳ نیم میلیارده کلونو څخه زیات دی.


د جیمز ویب په نوم فضايي ټلسکوپ لومړني عکسونه چې د کایناتو د عمر اټکل کوي ځمکې ته استولي دي.


د امریکا د فضايي څېړنو اداره ناسا وايي، دا مجهز ټلسکوپ چې د لس میلیارده ډالرو په لګښت جوړ شوی د ځمکې عمر له ۱۳ نیم میلیارده کلونو زیات اټکلوي.


د ناسا ادارې مشر بیل نلسن وايي، داسې عکسونه یې ترلاسه کړي، چې دیارلس نیم میلیارده کلونه مخکې د یو نوري شي ګرځېدل ښيي.


نلسن زیاتوي: "دا اجرام موږ دیارلس نیم میلیارده کلونه پخوا مودې ته وړي. هماغسې چې موږ موندلې ده، د کایناتو عمر شا او ۱۳ عشاریه اته میلیارده کلونه دی. موږ تقریباً د پیدا کېدو پیل ته تللي یوو، او دا نوې موندنه ده چې موږ کړې."




د دې تصویرونو د نندارې مراسمو کې چې په سپینه ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ولسمشر جوبایډن هم ګډون کړی و.


بایډن وویل، دا لویه موندنه د امریکا ستره وړتیا څرګندوي.


د جیمز ویب ټلسکوپ د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د مځکې څخه یو اعشاریه شپږ میلیونه کیلومتره لرې ځای پر ځای شو او د دې ټلسکوپ له خوا استولي شوي عکسونه د جولای په ۱۱ مه نېټه ځمکې ته راورسېدل.


دا عکسونه رنګه او په ډیر لوړ کیفیت اخیستل شوي دي.

Читайте на сайте