World News in Pashto

هلمند کې د ټرافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د هلمند ولایت په ګریشک کې په یوه ټرافیکي پېښه کې یو تن مړ شوی او ۷ نور ژوبل شوي دي.


دا پېښه تېره شپه د ګریشک ولسوالۍ د تاج دار بابا زیارت په سیمه کې شوې.


وړمه ورځ په زابل کې په ټرافیکي پېښو کې ۴۳ تنه ټپیان شوي وو.


ویل کېږي، چې اکثره داسې پېښې د موټرو د تېز چلولو او بې غورۍ له امله رامنځته کېږي.

Читайте на сайте