World News in Pashto

نن د افغانستان بانک ۱۳ میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک نن شنبه د داوطلبۍ له لارې ۱۳ میلیونه امریکايي ډالره د لیلام په بڼه پلوري.


دغه بانک په خپل ټوېټر له ټولو‏ سوداګریزو بانکونو، د صرافیانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابروي، غوښتنه کړې د داوطلبۍ په دې پروسه کې ګډون وکړي.


بانک وړاندې لیکلي، چې د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.


د افغانستان بانک له دې وړاندې تېره اونۍ هم په دوه پړاونو کې ۲۴ میلیونه ډالره د لیلام په بڼه پلورلي وو.


سره له دې چې د افغانستان بانک د دې کار موخه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت، د خوراکي، نفتي او همداراز د سون توکو د بیو ټیټول ښي خو د خپاره شویو راپورنو له مخې د افغانستا ن په لویو بازارانو کې لاهم د خوراکي توکو بیې لوړې دي او دغه پروسې ښکاره اغېز پرې نه دی کړی.

Читайте на сайте