World News in Pashto

په لوګر کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

په لوګر ولایت کې د پنځو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سيالۍ ترسره شوې.


د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ریاست په یوې خبر پاڼه کې ویلي٬ چې دغه سیالۍ د لوګر ولایت په کوربتوب د پکتيا، خوست، ميدان وردګ او پکتیکا ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ تېره ورځ ترسره شوې.


د یاد ریاست د خبر پاڼې په حواله، دغه سيالۍ چې د یوې ورځې لپاره وې د پنځو ولایتونو نه د شاخوا ٥٠ تنو ورزشکارانو په کې ګډون کړی وو.


د ووشو په دغو سياليو کې د لوګر ولايت د ١٣مډالونو او د اتلولۍ جام امتياز په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ.


د دې لوبو هدف د ووشو ورزش وده ښودل شوې ده.

Читайте на сайте