World News in Pashto

د ایران اصلاح غوښتونکو د مصطفی تاج زاده خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د ایران د اصلاح غوښتونکو مخکښ ایتلاف د پېژندل شوي سیاستوال مصطفی تاج زاده د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.


تاج زاده تېره میاشت د ایران د ملي امنیت د کمزوري کولو د هڅې په تور ونیول شو.


د ایران د اصلاح غوښتونکو د ایتلاف مشر بهزاد نبوي په یوه پرانیستي لیک کې د ایران قضایه قوې ته لیکلي دي چې د تاج زاده دوسیه دې د یوې بې پرې څارنوال له لورې په یوه علني محاکمه کې وڅېړل شي.


پنځه شپېته کلن مصطفی تاج زاده پروسږ کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ځان کاندیداوه.


دی پخوا د کورنیو چارو وزارت مرستیال و او د ایران د مشر ایت اله علي خامنه اي له سختو منتقدانو څخه دی.

Читайте на сайте