World News in Pashto

سور صليب: افغانستان کې به راتلونکی کال بشري وضعيت نور هم ناوړه وي

سور صلیب وايي، د طالبانو تر کنترول لاندې افغانستان کې به بشري وضعیت راتلونکی کال لا ناوړه وي او لا ډېر کسان به د ژوندي پاتې کېدو لپاره له سختیو سره مخامخ وي.


د سره صلیب د نړیوالې کمېټې عملیاتي رئيس مارتین شویپ تېره شپه له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، اقتصادي تنګسه سخته شوې، د خلکو نیستي ډېره جدي ده او خلک به د ژوندي پاتې کېدو لپاره لاس و پښې وهي.


افغانان د ژمي په درشل کې دي او دا له کله چې طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې واک ته رسېدلي، دوهم سخت ژمی دی.

Читайте на сайте