World News in Pashto

ناټو خپلې يو شمېر الوتکې رومانيا ته لېږدوي

ناټو خپلې یو شمېر اکتشافي الوتکې چې اوس په جرمني کې دي، رومانیا ته چې له اوکراین سره ګډه پوله لري، لېږدوي.


ټاکل شوې ده چې دا الوتکې د سې‌شنبې په ورځ د رومانیا پلازمېنې بخارست ته ورسیږي او د څو اونیو په مخه به هلته دېره وي.


ناټو نن په یوه بیان کې وویل چې دا الوتکې به په سیمه کې د روسیې پوځي فعالیتونه څاري.

Читайте на сайте