World News in Pashto

سربيا کې د مسو د يوه کان کارګرانو مظاهره کړې

د سربیا په ختیځ کې د مسو د یوه کان کارګرانو پرون د خپلو معاشونو د زیاتولو او د کار د شرایطو د ښه کولو په خاطر مظاهره وکړه.


د بور په ښار کې د زيجين د مسو کان یوه چینايي شرکت په قرارداد نیولی دی.


د دغه کان په سلګونو کارګرانو په دغو مظاهرو کې ګډون وکړ او له چينايي شرکت څخه يې وغوښتل چې د صربستان د قوانينو او د سربي کارګرانو درناوى وکړي.


ګوران نیکولیک چې د زیجین په کان کې کار کوي، ازادي راډيو ته وویل چې د اعتراض کوونکو کارګرانو نوملړ چمتو شوی او نورو سیمو ته لېږدول کېږي چې دې کار نور کارګران وېرولي دي.


زیجین مس تر اوسه د کارګرانو د غوښتنو او لېست په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی.

Читайте на сайте