World News in Pashto

نیوزلینډ له پاکستان د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

د پاکستان په کراچۍ ښار کې درېيمه یو ورځنۍ لوبه هم د ۲ وېکټو په توپیر د نیوزلینډ په ګټه تمامه شوه.


د پاکستان د ۲۸۱ منډو هدف، نیوزلینډ په ۴۹ اور کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ترلاسه کړ.


د دې لوبلړۍ لومړۍ سيالي پاکستان او دویمه نیوزلینډ ګټلې وه.


په وروستۍ لوبه کې د پاکستان لپاره فخر زمان سلیزه ووهله او محمد رضوان ۷۷ منډې جوړې کړې.


د نیوزلینډ لپاره ډېوین کانوې، کېن ویلیمسن او ګلین پیليپس نیمه سلیزې ووهلې.


په دې لوبه کې ګلین پیلیپس غوره لوبغاړی ونومول شو او ډېوېن کانوې بیا د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

Читайте на сайте