World News in Pashto

موندنې؛ تېر کال اوکراین کې د اورګاډي پر سټېشن راکټي برید د روسیې له خوا شوی و

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، کره شواهد ښيي چې د تېر کال د اپرېل په اتمه د اوکراین په ختیځ کې د کراماتورسک د اورګاډي پر سټېشن راکټي حمله د روسیې له قلمرو څخه شوې وه.


هیومن رایټس واچ چې مرکز یې په نیویارک کې دی وايي، د بالستیک توغندي دا برید چې له جګړې د تېښتې په حال کې ۵۸ ملکي وګړي یې وژلي او له سلو زیات نور یې ټپیان کړي، په ښکاره د یوه جنګي جنایت نښه ده.


د بشري حقونو دې مدافع ډلې چې له یوې بلې تحقیقاتي ډلې سره خپل ګډ راپور یې نن خپور کړ وايي هغه توغندی چې د اورګاډي سټېشن یې په نښه کړ له ممنوع خوشه یي مهماتو ډک و او له لګېدو سره سم یې لسګونه کوچني بمونه وشیندل.


روسیې په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

Читайте на сайте