World News in Pashto

د کابل ښار په دويمه ناحيه کې چاودنه شوې

د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې نن یوه چاودنه وشوه چې د طالبانو د چارواکو په وینا چاته په کې زیان نه دی اوښتی.


کورنیو رسنیو د کابل د امنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په حواله خبر ورکړی چې پېښه د ولسي وګړو پر یوه موټر د یوه مقناطیسي بم د چاودنې له کبله شوې.


د ځدراڼ په وینا په چاودنه کې هېڅوک نه دي زیانمن شوي.


د کابل ښار وروستیو نا امنیو خلک هم اندېښمن کړي دي.

Читайте на сайте