World News in Pashto

د طالبانو حکومت په کندهار او هلمند ولايتونو کې محلي ټولګي وتړل

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې تر امر ثاني پورې محلي ټولګي وتړل.


په کندهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست ویاند وکیل احمد متوکل رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې، دغه پرېکړه د مؤسساتو پر یو شمېر فعالیتونو تر ملاحظاتو وروسته شوې.


په دې اړه نور جزیات نه‌دي ورکړل شوي.


محلي ټولګي د افغانستان په هغو سیمو کې فعال دي چېرته چې ماشومان ښوونځیو ته لاس‌رسی نه‌لري.


ویل کېږي یوازې په کندهار ښار او ولسوالیو کې شاوخوا ۱۵۸۸ محلي ټولګی فعال دي چې د یونېسف او نورو مؤسسو له‌خوا یې مالي ملاتړ کېږي.


په دې ولایتونو کې د محلي ټولګیو د تړلو پرېکړه داسې مهال کېږي چې، طالبانو له پوهنتوني زده‌کړو د نجونو او ښځو د راګرځولو ترڅنګ له شپږم ټولګي پورته ټولې نجونې هم له ښوونځیو منع کړي دي.

Читайте на сайте