World News in Pashto

د اوکراين پوځ: دونېڅک کې مو د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي

د اوکراین پوځ وایي، ځواکونو یې تېره ورځ په ختیځه دونېڅک سیمه کې د روسیې ډېرې حملې شنډې کړې دي.


د اوکراین د پوځ لوی درستیز نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د اوکراین مدافعانو پرلیومان، باخموت، اودیوکا او مارینکا ښارونو د روسي ځواکونو څه باندې ۶۰ حملې په شا تمبولي دي.


پوځ ویلي، روسي ځواکونو سره له دې چې ورته د پام وړ زیان رسېدلی، پر دې سیمو بریدونو ته دوام ورکړی.


د اوکراین پوځ دغه راز ویلي چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې پوځ د زاپوریژیا د سیمې پر زاپوریژیا او کومیشاواخا ښارونو او د مایکولیف د سیمې پر سنیهوریوکا ښار د هوایي مدافعې د سیسټم S-300 په ذریعه ۲۵ میزایل ویشتي او ۴۲ هوایي بریدونه يې ترسره کړي دي.


د پوځ په وینا په دغو بریدونو کې یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ډېر شمېر ملکي تاسیسات هم ویجاړ شوي، خو پوځ نور جزیات نه‌دي ورکړي.

Читайте на сайте