World News in Pashto

سټولټنبرګ: د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ کییف ته په سفر کې اوکراینیانو ته په وینا کې وویل چې د هېواد راتلونکې یې په ناټو کې ده.


ستولتنبرګ وویل: " اجازه راکړئ دا روښانه کړم چې د اوکراین حقیقي ځای د یورو اټلانټیک په کورنۍ کې دی، د اوکراین واقعي ځای په ناټو کې دی."


په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وویل چې د دې وخت را رسېدلي چې دې هېواد ته په ناټو کې د غړیتوب بلنه ورکړل شي.


د ناټو سرمنشي اوکراین ته په له مخکې یوه نا اعلان شوي سفر پرون د ورځي په لومړیو کې داسې مهال کییف ته ورسېد چې د اوکراین په ختیځ کې نښتو ادامه لرله او مسکو په څو سیمو کې پر ملکي تاسیساتو په حمله کې له بې پیلوټه الوتکو کار واخیست.


پر اوکراین د روسیې د یرغل شاوخوا ۱۴ میاشتې ووځي.

Читайте на сайте