World News in Pashto

روسي رسنۍ: مسکو ته نږدې درې ډرونونه راغورځول شوي

روسي رسنۍ په مسکو کې د دې هېواد د قانون د تنفیذ چارواکو له قوله خبر ورکوي چې وایي پلازمېنې ته نږدې درې ډرونونه راغورځول شوي دي.


د روسیې د خبري آژانسونو او ټلیګرام چینلونو د راپورونو له مخې دوه ډرونونه په نارو فومینسک سیمه کې یوه پوځي جزوتام ته نږدې راغورځول شوي او بله یوه په لوکینو کلې نسکوره شوې ده.


د سیمې والي اندرې وروبوییف تایید کړې چې دوه ډرونونه یوې پوځي ډیپو ته نږدې راغورځول شوي.


پر اوکراین د روسیې د یرغل د دوام له امله د روسیې یو شمېر سیمې په وروستیو میاشتو کې د ډرونونو تر بریدونو لاندې راغلي دي.


کییف تراوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

Читайте на сайте