World News in Pashto

افغان کرکټ لوبډله راتلونکې میاشت پاکستان سره سیالي لري

 د سرېلانکا د کرکټ اداره وایي، راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درو یو ورځنیو مسابقو کوربه توب ته چمتو ده. 


سرېلانکايي رسنیو پرون (پنجشنبه) وویل، چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د سرېلانکا له کرکټ بورډ څخه غوښتي و، چې د پاکستان په وړاندې د درې پنځوس اوره سیالیو لپاره خپل یو لوبغالی په کرایه ورکړي. 


د خبر له مخې، د سرېلانکا کرکټ بورډ د افغانستان له غوښتنې سره موافقه کړې ده.


ټاکل شوې ده ،چې د دواړو هیوادونو لوبډلې د راتلونکي اګسټ په لومړیو کې درې مسابقې د سریلانکا په یوه لوبغالي کې وکړي.  

Читайте на сайте