World News in Pashto

پر تور سمندرګي د روسیې د بریدونو دوام؛ د اوکراین یو ګدام ویجاړ او ۲ تنه ټپیان شول

روسیې د څلورمې پرله پسې ورځې لپاره د اوکراین د تور سمندرګي پر بندري تاسېساتو بریدونو ته دوام ورکړ او په دې ترڅ کې یې نن په اُدیسې سیمه کې د غلو- دانو یو ګدام په نښه کړ.


دې برید مالي او ځاني زیان اړولی دی.


د ادیسې والي اولیه کیپیر وايي چې روسیې په تورسمندرګي کې له خپلو کشتیو څخه د کالیبر ډوله کروز توغنديو په وسیله دا حمله ترسره کړه، چې د غَلې دا ګدام یې ویجاړ او دوه تنه یې ټپیان کړل.


دا بریدونه، داسې مهال کېږي چې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلې د محصولاتو د صدور د موافقې اعتبار د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېد خو روسیې یې له تمدېدولو ډډه وکړه.

Читайте на сайте