World News in Pashto

پوتین: پر بېلاورس هر ډول برید پر روسیې برید دی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، پر بېلاورس هر ډول برید پر روسیې برید دی.


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن د جولای ۲۱مه دا خبره د خپل هېواد د امنیت شورا غونډې ته د تلوېزیون له لارې کړې ده.


پویتن د ناټو غړی هېواد پولنډ د خپلو پولو په پراخولو تورن کړی او ویلي، مسکو به پر بېلاورس د هر ډول تېري پر وړاندې غبرګون وښيي.


بېلاروس د روسیې ګاونډی او نږدې متحد دی.


د پولنډ امنیتي کمېټې د جولای په ۱۹مه پرېکړه وکړه چې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي په موخه د دې هېواد خیتځ ته پوځي ځواکونه واستوي.


د واګنر د ملېشو مشر او سرتېري يې په روسيې کې له بغاوت وروسته بېلاروس ته ستانه شوي دي.

Читайте на сайте