World News in Pashto

ملګري ملتونه: په تور سمندرګي پر کښتیو د بریدونو ګواښ د منلو نه دی

د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشره وايي، په تور سمندرګي کې د اوکراین پر بندرونو د روسيې بریدونه به نړۍ په ځانګړې توګه مخ پر ودې هېوادونه د خوړو د ناامنۍ له خطر سره مخ کړي.


د ملګرو ملتونو د سیاسي شورا مشرې روزمیري ډی کارلو نن د جولای ۲۱مه د دې سازمان امنیت شورا ته وویل، په تور سمندرګي کې د روسیې او اوکراین دواړو خوا له لوري پر غیرنظامي کښتیو د بریدونو ګواښ د منلو نه دی.


اغلې ډی کارلو زیاته کړه چې په تور سمندرګي کې په قصدي یا غیرې قصدي توګه د جګړې د خپرېدو مخه باید په هر قیمت ونیول شي.


د هغې په خبره، که چېرې دا کار ونه‌شي د ټولو لپاره به ویجاړونکې پایلې ولري.


دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د څلورمې پرله‌پسې ورځې لپاره په تور سمندرګي کې د اوکراین د غلو دانو پر بندرونو د روسیې بریدونه دوام لري.


د اوکراین او روسيې ترمنځ د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګریتوب د اوکراین د غلو دانو د انتقال لپاره یو تړون شوی و چې د دوشنبې په ورځ پای ورسېد او روسیې بېرته نه دی تمدید کړی.

Читайте на сайте