World News in Pashto

ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ نیدرلینډ په وېتنام ۷ ګولونه ووهل

د ښځینه فوټبال نړیوال جام په ترڅ کې نن لومړۍ لوبه د نیدرلینډ او ویتنام ترمنځ ترسره شوه چې ۷ د صفر پر وړاندې د نیدرلینډ په ګټه تمامه شوه.

نیدرلینډ یوازینۍ لوبډله شوه، چې د روان کال د نړیوال جام په یوه لوبه کې ۷ ګولونه وهي.

دغه راز، د ورځې دویمه سیالي بیا د پرتګال او امریکا ترمنځ مساوي پای ته ورسېده.

د انګلستان او چین ترمنځ سیالي بیا ۶ د یو پر وړاندې انګلستان وګټله. د نن ورځې وروستۍ سیالي د هایتي او ډنمارک هېوادونو ترمنځ وه، چې ډنمارک ۲ د صفر پر وړاندې هایتي ته ماتې ورکړه.

باید وویل شي، چې د ګروپي پړاو د سبا ورځې په سیالیو کې به ارجنټاین د سویډن، سویلي افریقا د ایټالیا، پانامه د فرانسې او جمیکا د برازیل پر وړاندې ولوبيږي.

Читайте на сайте