World News in Pashto

کراچۍ کې د یو پښتون سوداګر د وژنې ضد مظاهره شوې ده

په کراچۍ کې کاروباريانو د يو پښتون سوداګر د وژنې پر ضد مظاهره کړې ده. پوليس وايي چې د اګست پر لومړۍ نېټه غلو عارف مسيد په سهراب ګوټ کې په خپل دوکان کې وژلی دی. مسید په کراچۍ کې د ټایرونو دوکان درلود. د اګست پر دویمه کاروباریانو او په کراچۍ کې اوسېدونکو ګڼو پښتنو په سهراب ګوټ کې تر یوشمېر ساعتونو پورې د کراچۍ او حیدراباد ترمینځ لوی سړک تړلی وو او د مسید په وژنه کې یې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله. پولیسو مظاهرچیانو ته د پېښې د پلټنو او د ککړو کسانو د ګرفتارولو ډاډ ورکړ چې تر هغې وروسته احتجاج ختم شو. په کراچۍ کې تر دې مخکې هم يوشمېر پښتانه وژل شوي چې پرضد يې مظاهرې شوې دي. ویډیويي رپورټ.

Читайте на сайте