World News in Pashto

په ارزګان کې د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې د والیبال یو میاشتنۍ سیالۍ د الهام لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.


د ارزګان ولایت د سپورټ د برخې مسوولان وايي، د دې سیالیو څخه يې هدف له نشه‌یي توکو سره مبارزه وه.


دوی وايي، غواړي دغلته ځوانان وهڅوي څو له نشه‌يي توکو لاس واخلي او سپورټ ته مخه کړي.


په ورته مهال لوبغاړي په دې ولایت کې د یوه معیاري لوبغالي، روزونکي او نورو اسانتیاوو غوښتنه کوي.


نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:




 

Читайте на сайте