World News in Pashto

د ښځینه فوټبال نړیوال جام ګروپي پړاو بشپړ شو

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ګروپي پړاو سیالۍ نن پای ته ورسېدې او تر دې وروسته به د ۱۶ غوره لوبډلو مرحله پیلېږي.


د ګروپي پړاو په ترڅ کې نن وروستۍ دوه سیالۍ ترسره شوې چې مراکش یو د صفر پر وړاندې کولمبیا ته ماتې ورکړه.


دغه راز په دویمې سیالۍ کې بیا سویلي کوریا او جرمني خپله سیالي یو د یو پر وړاندې مساوي کړه.


سبا د جولای په ۴مه نېټه هېڅ سیالي نه‌شته او د همدې میاشتې په ۵مه نېټه د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو د سویس او هسپانیې په لوبې سره پیلېږي.


د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته د هسپانیې، سویس، کولمبیا، مراکش، ناروې، اسټرالیا، نایجریا، جاپان، انګلستان، ډنمارک، نیدرلینډ، امریکا، فرانسه، جمیکا، سویډن او سویلي افریقا لار موندلې ده.


د دې نړیوال جام په ترڅ کې ایټالیا، جرمني، ارجنټاین، برازیل او پرتګال هغه پیاوړې لوبډلې وې چې د ټورنمنټ له پیله د غوره لوبډلو په توګه یادې، خو په ګروپي مرحله کې له مخکې تګ پاتې شول.


باید وویل شي چې یادې سیالۍ په اسټرالیا او نیوزیلینډ کې روانې دي.

Читайте на сайте