World News in Pashto

د ښځینه فوټبال نړیوال جام؛ په دویم پړاو کې هسپانیې او جاپان خپلې سیالۍ وګټلې

د ښځینه فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو نن پيل شو، چې هسپانیې او جاپان پکې خپل سیالان مات کړل.

د نن ورځې لومړۍ سیالي د هسپانیې او سویس ترمنځ وه، چې ۵ د یو پر وړاندې هسپانیې وګټله.

دغه راز دویمه سیالي بیا د جاپان او ناروې ترمنځ وه چې ۳ د یو پر وړاندې جاپان وګټله.باید وویل شي چې د دې پړاو په سبانیو سیالیو کې به نیدرلینډ د سویلي افریقا او سویډن د امریکا پر وړاندې سیالۍ وکړي.

Читайте на сайте