World News in Pashto

مېرمنه یې: عمران خان مې زندان کې ولیده، روغ جوړ دی

د عمران خان میرمن وايي، له خپل خاوند سره يې زندان کې کتلي او د هغه د روغتیا په اړه یې ډاډ ورکړی دی.


د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان میرمن بشرا بي بي نن د اګست په لسمه رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له عمران خان سره یې د هغه له نیول کیدو وروسته د لومړی ځل لپاره کتلي دي.


بشرا بي بي د عمران خان د روغتیا په اړه ویلي چې هغه ښه دی.


عمران خان تېره اونۍ د فساد په تورن په بند محکوم شو او په سیاست کې هم د پنځو کلونو لپاره له ګډونه منع کړای شوی دی.


د عمران مدافع وکیل نعیم پنجوتا ویلي، هغه او نور قانوني ټیم ته يې عمران خان سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې.


پنجوتا ویلي، د زندان ساتونکی ورته ویلي چې یوازې د هغه مېرمن عمران خان سره د لیدو اجازه لري.

Читайте на сайте